په داسې حال کې چې سیمه کې د خراب امنیت او ترهه ګرۍ له کبله د چترال د کیلاش سیمې قبیلې د خپل ژوندي پاتې کیدو لپاره د یو شمیر چیلنجونو سره مخامخ دي، د خیبر پښتونخوا حکومت د سیمې د لرغوني کلتور د خونديکولو لپاره ۱۵۰ ملینه روپۍ منظوری کړي دي.
د چترال په بریر، رامبور او بمبوریت سیمه کې د کیلاش یا کالاشه قبیلې خلک اوسېږي چې د ژوند ژواک ځانګړي رسمونه رواجونه او جدا عقیده لري. سیمه کې د ماحولیاتي بدلونونو ، ترهه ګرۍ او د وسله والو ډلو د هلو ځلو له کبله د کالاشا کلتور د خطر سره مخامخ شوې دی.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د صوبې په اسمبلۍ کې د کیلاشیانو استازي وزیرزاده وویل چې حکومت د کېلاش کلتور د حفاظت او په سیمه کې د سیلګرۍ د ودې لپاره د یوې پروژې پیلولو پرېکړه کړې ده.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو د ساینس، تعلیم او کلتور سازمان د کیلاش کلتور ځني توکي د نړیوالې کلتوری اثاثې برخه وګرځول او ددغې په خوندي کولو يي زور ورکړ.
د کلتوري چاروپوهان او څېړنکار وايي، چې په سیمه کې د سختدریځۍ له کبله ډېر کېلاشیان خپل مذهب بدلوي، چې له کبله يې دغه کلتور او له دې سره د تړلیو خلکو شمېره په کمېدو ده. خو د اسمبلۍ غړې وزیر زاده وايي چې غربت او بېروزګارۍ ځینې خلک د خپل مذهب پرېښودو ته اړ شوي دي.
د کېلاشیانو په اړه د کلتوري پوهانو بېلا بېلې رايې دي، خو اکثر کېلاشیان ځان له یونانیانو سره نېزدې ګڼې او وايي چې مشران يې په تېرو وختونو کې د سکندر اعظم سره راغلي وو او بیا هم دلته پاتې شوی دی. د دوه زره نهم کال د سېپتېمبر په میاشت کې وسله والو په سیمه کې په یو موزیم برید وکړ، پولیس سرتېرې يې وواژه او له دغه ځایه يې یو یوناني څېړنکار وتښتولو چې بیا اته میاشتې وروستو خوشې کړل شو.