د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ډېسېمبر پر اوومه په مسکو کې له روسي چارواکو سره ولیدل.
تاس خبري اژانس د روسيې د بهرنیو چارو وزارت او په مسکو کې د امریکا سفارت په حواله ویلي دي چې خلیلزاد او د روس د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایګور مارګلوف او د افغانستان لپاره د روسيي ځانکړي استازي ضمیر کابلوف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو پر موضوع خبرې وکړې.
مسکو ته تر سفر مخکې زلمي خلیلزاد په کابل له افغان ولسمشر اشرف غني او په اسلام اباد کې له پاکستاني وزيراعظم عمران خان او نورو لوړ پوړو چارواکو سره غونډې کړي وې.
ټاکل شوې ده چې خلیلزاد د افغانستان د سولې د پروسې په هڅو کې ترکمنستان، قطر، متحده عرب اماراتو او بيلجیم ته هم لاړ شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.