د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته د بلوچستان حکومت دغې صوبې ته د داخیلېدو اجازه نه ده ورکړې او هغه یې د کوټې له هوایي ډګره کراچۍ ته ستون کړی دی.
له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلي غړي محسن داوړ د ډیسېمبر پر ۱۰مه مشال ریډیو ته وویل منظور پښتون نن په دوشنبه له کراچۍ کوټې ته تللی و، چې خو له هوایي اډې څخه د وتلو اجازه ور نه کړل شوه. د هغه په وینا منظور پښتین بیرته کراچۍ ته تللی دی.
بلوچستان حکومت په یکشنبه په خپاره کړي نوټیفیکشن کې ویلي، د صوبې پولیسو د مشر په خواست یې منظور پښتون ته د بلوچستان د داخیلېدو اجازه ور نه کړه ځکه چې له دې سره په صوبه کې د امنیت ته ګواښ وو.
سیند حکومت هم په ورستیو کې د منظور پښتین صوبې ته د بندیز حکم کړی و خو وروستو یې خپل حکم بيرته واخیستلو.