ګلګت بلتستان: د پوليو ضد ويکسينو کمپاين کار کوونکو احتجاج کړی

په پېښور کې يو ماشوم ته د پوليو ضد ويکسين کېږي

په داسې حال کې چې په ګلګت بلتستان کې د پوليو ويکسينو کارکوونکو احتجاج کړی، چارواکي وايي دا کمپاين نه دی ودرېدلی او د کارکوونکو تنخاوې په ځنډ ورکول کېږي خو بندې شوې نه دي.

د غلته د ديامېر ضلع يوه له هغو سيمو څخه ده چې ډېر ماشومان پکې د دې معذورونکې وايرس پر ضد ويکسين شوي دي. د دې ځای د روغتيايي چارو افسر، ډاکټر محمد مبين د دسمبر په لسمه مشال راډيو ته وويل چې د پوليو کارکوونکو د اتحاديې بايکاټ پر دوی اغېز نه دی کړی نو ځکه يې خپل هدف ۵۴۰۰۰ هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، ويکسين پېل کړې دي.

په پاکستان کې دا کال د پوليو اته کېسونه مخې ته راغلي دي.
د صحت وزارت

هغه زياته کړه: ((پخوا داسې کېدل چې د ضلعې روغتيايي افسر ته به پېسې راتللې او موږ به دې کارکوونکو ته ورکولې. اوس يې د صحت نړيواله اداره ورکوي. هغه هم نېغ په نېغه د هر کس اکاونټ ته ځي. کېدای شي ځينې وخت پېسې په ځنډ ورشي خو مانا یې دا نه ده چې بيخي نه ورځي. پېسې د اېزې پېسه په نامه پروګرام لارې نېغ په نېغه د هر کس اکاونټ ته ور رسېږي.))

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ګلګت بلتستان د پوليو کارکوونکو د اتحاديې د مرستيال مشر محد عباس له خولې ليکلې چې د دوی ۱۶۰۰ کار کوونکي د دسمبر له لسمې پېل شوې درې ورځني د پوليو ضد کمپاين کې برخه نه اخلي. هغه دليل وړاندې کړی چې د چارواکو سره يې د پينشن او نورو مراعاتو پر سر جنجال نه دی حل شوی.

خو د ديامېر ضلعې روغتيايي چارو سمبالوونکي افسر ډاکټر محمد مبين مشال راډيو ته وويل چې د دوی کمپاين نه دې متاثره شوی. ((زموږ ۲۱۳ ټېمونه دي. دوی کور په کور ګرځي. پر دوی ۶۳ څارونکي هم شته. پر دې سربېره د بېلابېلو څانګو مشران دي چې د دوی کار ګوري او معلوموي چې کوم ماشوم خو به له ويکسينو نه وي پاتې شوی.))

په ګلګت بلتستان کې تېر کال د پوليو يو مريض ثبت يا رجسټرډ شوی وو چې په دېامېر کې وو. پاکستان او افغانستان د نړۍ يوازيني هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پوليو رنځ شته دی. د صحت وزارت ويلي چې د دسمبر له لسمې پېل شوي د پوليو ضد ويکسينو په کمپاين کې به دوه لکه اويا زره کار کوونکي اته دېرش ميليونه ماشومانو ته دا ويکسين ورکړي.