کمپيوټري سټوډيوګانو پښتو موسيقۍ ته تاوان رسولی: ماسټر علي حيدر

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو نوميالی موسيقار او سندرغاړی ماسټر علي حيدر وو.

نوموړی وايي، په ۱۳ کلنۍ کې يې د پښتو فلم په يوه سندره کې هارمونيم غږولې.

ماسټر د سيمې يو شمېر سندرغاړو ته سندرې جوړې کړي او په خپله يې سلګونه سندرې ويلې دي.

د ده څو مشهورې سندرې او د ژوند او هنر په اړه يې خبرې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ