له شمالي وزيرستانه د پوځي عملياتو له وجې کډه شویو کډوالو له حکومته غوښتنه کړې چې خپلو سيمو ته د ستنولو لپاره دې ګامونه پورته کړي او په بکا خېلو کيمپ کې له ميشتو کډوالو سره له ژمنې سره سم مالي مرستې وکړي.
د ډېسېمبر پر ۱۳مه د دغو کډوالو یوې جرګې په پېښور پريس کلب کې د ېوې خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې دا کډوال د پوځي عملياتو له وجې افغانستان ته کډه شوي ول،خو اوس د بنو په بکا خېلو کيمپ کې ميشت دي.
د جرګې مشر غلام خان وويل، که چېرې حکومت د دوی غوښتني ونه منلې نو د ډېسېمبر پر ۲۰ به احتجاج کوي.
د شمالي وزيرستان د کډوالو د دغو غوښتنو په اړه متعلقه ادارو او حکومت تراوسه څه نه دي ويلي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.