د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د غورځنګ له مشرتابه او غړو سره د حکومتي چلند پرضد په نړیواله توګه غږ پورته کړی دی.
په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمېټۍ د ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړيوالو سازمانونو په ګډون یو شمېر ادارو ته مکتوب لېږلی دی.
په دې مکتوب کې له دې ادارو غوښتنه شوې چې د پاکستان دننه د غورځنګ د مشر منظور پښتين پرضد د سفري بندېرونو نوټس واخلي.
دا خبره په بيلجيم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمېټۍ غړي عابد جان د دسمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وکړه.
د مشال راډیو هارون باچا په دې اړه له عابد جان سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې دا لیک یې کومو ادارو ته لېږلی او د داسې ګام اړتیا یې ولې محسوسه کړې ده؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.