د برتانیا هوايي کمپنۍ (برېټېش ایروېز) د ډېسمبر پر ۱۸مه اعلان کړی دی چې راتلونکي کال بېرته پاکستان ته خپل پروازونه پېلوي.
له دې اعلان سره به د ۲۰۱۹م کال له جون میاشت برېټېش ایروېز اسلام اباد ته پروازونه پېلوي.
د ۱۰ کلن ځنډ او امنیتي اندېښنو وروسته برېټېش ایروېز بیرته پاکستان ته خپل پروازونه پېلوي.
برېټېش ایروېز په ۲۰۰۸م کال کې له هغې وروسته اسللام اباد ته خپل پروازونه ودرول چې کله د اسلام اباد په میریټ هوټل په یو ځانمرګی برید کې ۵۰ کسان ووژل شول.
په پاکستان کې د برتانیا یو لوړ پوړي سفارتکار تامس ډریو ویلي په وروستیو کالونو کې په پاکستان کې د امنیتي صورتحال له ښه کېدو سره دغه کمپنۍ دا اعلان کړی او زیاتوي له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اړیکې هم زیاتې شي.
د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور ویلي، دا د پاکستاني ولس او امنیتي عسکرو په دغه هېواد کې د سولې او امن د بحالولو د هڅو یوه نتېجه ده.
دا مهال یوازې د پاکستان هوايي کمپني پي ای اې د اسلام اباد او لندن ترمنځ پروازونه کوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.