کواټ ـ ضلعي کونسل او د پرایمري سکولو د استادانو ټولنې د پولیو کمپاین څخه د بایکاټ اعلان کړی دی. دوی وايي، د دوی پرېکون به تر هغې روان وي چې په سیمه کې کاربندیز اعلانوونکي ډاکټران نورو سیمو ته بدل کړل شوي نه وي.
دا پرېکړه د دسمبر پر ۲۲مه، د ضلعي کونسل په غونډه کې مخې ته راغلې ده. په دغه غونډه کې د کواټ ناظمانو برخه واخېسته. د دوی وینا وه چې ډاکټرانو د خپل یو ملګري ډاکټر د ژغورلو په موخه علامتي کاربندېز اعلان کړی او د روغتیا په څانګه کې د ضلعې مشر افسر هم د دوی په طرف ولاړ دی.
له غونډې وروسته د کواټ ضلعې ناظم نسیم اپریدي مشال راډیو ته وویل:
((د پولیو د کمپاین بایکاټ ټول کونسل په شریکه کړی، دا به ترهغې دوام کوي چې د روغتیا د ادارې ذکر شوي ډاکټران نورو سیمو ته بدل کړل شوي نه وي.))
دا هم وګورئ: د کواټ ډاکترانو د ضلعي ناظم رویې ضد علامتي کاربندیز کړیله دې اعلانه وروسته د کواټ ضلعې د پرایمري سکولونو د استادانو ټولنې هم د پولیو کمپاین څخه د پرېکون اعلان وکړ. د دوی مشر خالد محمود مشال راډیو ته وویل چې په روغتونونو کې ډاکټران خپل مسولیت په سمه توګه نه اداکوي او چې کله ضلعي ناظم د دوی پرضد اقدامات وکړي نو دوی کاربندیز اعلان کړي نو ځکه دوی د پولیو د کمپاین څخه مکمل بایکاټ اعلانوي.
دا هم وګورئ: پېښور کې ۲۳۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي نه دې ورکړل شويخو بل لوري ته د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر ضیاالدین مشال راډیو ته وویل، د پولیو ضد کمپاین د ټولو شریکه ذمه واري ده او له دې باید سیاسي ګټې پورته نه کړل شي.
د کواټ د ډاکټرانو د اتحادیې او د ضلعي ناظم ترمنځ لانجه وروسته له هغې پورته شوه چې د کواټ ضلعي ناظم نسیم اپریدي د توغ بالا د صحت بنیادي مرکز ته ورغی او وروسته یې د محکمه صحت ضلعي مشر ته سپارښتنه وکړه چې د مسوول ډاکټر دې بلې سیمې ته بدل کړي خو هغه یې خبره ونه منله.
تر دې وروسته ډاکټرانو کاربندېز اعلان کړ او په ضلعي ناظم یې تور پورې کړ چې هغه د ډاکټرانو په کارونو کې سیاسي لاس وهنه کوي.