د افغانستان په کندهار ولايت کې يوه ځانمرګي بريد دوه ولسي وګړي وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي. ځايي پوليس وايي بريد د ښار په يوه تر ټولو خوندې سيمه عينو مېنه کې نن [ډېسېمبر ۲۵مه] وشو او ځانمرګی پلی روان و.
ځېنو ځايي سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې بريد د بلوڅ توکمو پر يوې کورنۍ وشو خو نور جزيات لا نه دې خپاره شوي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت نه دی منلی.