د بنګلادېش انتخابات، سیاست او بحرانونه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بنګلادېش ولس د ډېسېمبر پر ۳۰مه په ټولټاکنو کې رایې اچوي. د هغه هېواد وزیراعظمه شېخ حسینه واجد په څلورم ځل د بریا په تکل ده. له ۱۹۷۱ز کال راهیسې چې بنګلا دېش جوړ شوی، سیاست یې اکثر تود او انتخاباتي عمل او حکومتونه یې د اړي ګړي او بحراني حالت ښکار پاتې شوي. موږ د رویټرز خبري اژانس بېلا بېلې ویډیوګانې راخیستې دي او د بنګلادېش پر سیاسي تاریخ مو رپورټ جوړ کړی.