ایران نړیوال امنیت په خطر کې اچوي: پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو.

پراګ - امریکا ایران ته خبردارې ورکړی چې خلا ته د هغو دریو الوتکو د استولو له پلان څخه لاس واخلي چې د امریکا له ادعا سره سم اټومي صلاحیت لرونکو بیلیسټیک میزایلو ته ورته دي.

امریکا وايي دا به د ملګرو ملتونو د قرارداد د سرغړونې په معنا وي.

دا هم وګورئ: پامپیو: ایران دې د بېلېسټېک توغندیو ازموینه ودروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جنوري پر دریمه په بیان کې وویل چې واشنګټن به د ایران حکومت دې ته پرې نږدې چې د خپلو ویجاړوونکو پالیسیو له کبله نړیوال امنیت او ثبات په خطر کې واچوي.

پامپیو د ایران دغه پلانونه پاروونکي وبلل او وې ویل چې د ایران حکومت ته مشوره ورکوي چې دې عمل ته بیا کتنه وکړي او د لا نور اقتصادي او سفارتي یوازېتوب څخه د ژغورنې په خاطر دې له بیلیسټيکي توغندیو سره تړلې ټول فعالیتونه بند کړي.

نوموړي دا و نه ویل چې که ایران خپل پلان عملي کړي نو امریکا به څه ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۰۱۵م کال قرارداد پر ایران غږ کوي چې د بیلیسټيکي میزایلو له هغو فعالیتونه ډډه وکړي چې د اټومي وسلو د تر لاسه کولو صلاحیت لري.