پراګ - پېښور های کورټ له حکومته غوښتنه کړې چې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو او هلته د عدالتي واک تر غځېدو وروسته دې د قاضیانو شمېر لوړ کړي.
دا غوښتنه پېښور های کورټ د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې کړې. د های کورټ د وکیلانو ټولنې پخواني مشر لطیف اپریدي د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، دا مهال په عدالت کې زرګونه مقدمې پرتې دي او تر قبایلو د عدالتي واک غځېدو له کبله به پر های کورټ بار یا بوج زیات شي.
دی وايي، د پېښور های کورټ لږ تر لږه ۱۰ نورو ججانو یا قاضیانو ته اړتیا لري ځکه چې په ۲۰ کې دوه وار له مخه رېټایر یا تقاعد شوي او د درو نورو دندې هم په ۲۰۱۸ز کال کې ختمېږي نو ځکه دې د قاضیانو شمېر لوړ شي.
سپریم جوډیشل کونسل (د عدلیې ستره شورا) ججان مقرروي.لطیف اپریدی
د اپریدي په خبره، د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار هم د جنورۍ تر دویمې اوونۍ وروسته رېټایرېږي او بل مشر قاضي چې دنده سمبالوي او اقدام کوي نو پکې به وخت لګي، ځکه په کار ده چې د پېښور های کورټ د ججانو شمېر ژر تر ژره لوړ شي.
په های کورټ کې نوي قاضیان څنګه مقررېږي؟
لطیف اپریدی وايي: "د پېښور های کورټ مشر قاضي د پاکستان چیف جسټس ته په یوه لیک کې ټول وجوهات بیان کړي چې له موږ سره دومره ججان او دومره مقدمې دي، دومره فیصلې کېږي او د ججانو شمېر دا دی. تر دې وروسته د پاکستان چیف جسټس دا خبره له ولسمشر او وفاقي حکومت سره شریکوي، هغوی بیا د ججانو ټاکلو په اړه پرېکړه کوي او د نویو قاضیانو نومونه غواړي. تر دې وروسته سپریم جوډیشل کونسل (د عدلیې ستره شورا) بیا ججان مقرروي."
د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار ضیا الله خان بنګښ وايي، له صوبې سره د قبایلو تر یو ځای کېدو وروسته په هغو سیمو کې کچرۍ، جرګګۍ یا بېنچونه او عدالتونه جوړوي.
دی زیاتوي، حکومت به د پېښور های کورټ له غوښتنې سره سم، ورته اضافي قاضیان ورکړي.