خبريال ناصر زېدي په زندان کې په ځنځيرونه و تړل شو او په درو و وهل شو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. ددې خپرونې ننۍ برخه د پاکستاني خبريال ناصر زيدي په اړه ده. نوموړی يو له هغو څلورو خبريالانو وو چې د جنرال ضياوالحق په واکمني کې په درو وهل شوي وو. ددې پروګرام جوړونکی عبدالحی کاکړ دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.