د ادم خېل درې د کوهیوالو سکول لا هم ړنګ دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې په موده کې وسله والو سلګونه سکولونه ړنګ کړل. د حکومت په وینا، په سوات او ځېنو قبایلي سیمو کې یې زیاتره ښوونځي بیارغولي. په ړنګو سکولونو کې د نیمه قبایلي سیمې ادم خېل درې د کوهيوال متوسطه یا مډل ښوونځی هم شامل دی. د پاکستان په پارلېمان کې د نیمه قبایلي سیمو پخوانی استازی وايي، هغه مهال د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا ادارې (یو اېس اې ای ډي) د ښوونځیو بیا رغونې لپاره پیسې منظور کړې وې خو د قبایلي سیمو چارو دفتر و نه لګولای شوې. قیصر جمال اوس هیله من دی چې د ادم خېل درې د کوهیوالو په ګډون به د ټولو قبایلي سیمو ښوونځي ورغول شي. ویډیويي رپورټ وګورئ.