'تېر کال په سوات کې۴۰ ښځې د ناموس په نوم وژل شوي'

کمېشن وايي د ښځو د وژنې۵۱ پېښې یې هم ثبت کړې دي.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د اویکنینګ په نوم د ښځو د حقونو د دفاع د یوې اداری د راپور تر مخه په ۲۰۱۸م کال کې په دغه سیمه کې ۴۰ ښځې د غیرت یا ناموس په نوم وژل شوي دي.

د اداری یو چارواکي شمشیر خان د جنورۍ پر۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې په دوه ۲۰۱۷م کال کې د غیرت په نوم د وژل شویو ښځو شمېره۵۰ وه چې په ۲۰۱۸م کال کې ۴۰ ته راکمه شوې ده، خو دا اوس هم یوه لویه شمېره ده.

نوموړي زیاته کړه چې د کلتوري او ټولنیزو حساسیتونو له کبله خلک په داسې معاملو کې د ګواهۍ نه ډډه کوي او اکثر مجرمان د سزا نه بچ پاتې شي.

دا هم وګورئ: په ۲۰۱۸ز کال کې پر ښځو د تشدد پېښې

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن د راپورونو تر مخه په پاکستان کې په ۲۰۱۷م کال کې ۳۰۹ ښځې د خپلو خپلوانو له خوا د غیرت په نوم وژل شوي دي، خو دا شمېره باوري ځکه نه ده چې د داسې ډېرو پېښو په اړه پولیسو ته راپور نه ورکول کېږي.

په کال دوه زره دولسم کې د خېبر پښتونخوا په کوهستان کې یوې ویډیو رامنځ ته کېدو وروسته یو شمېر ښځې او سړي د غیرت په نوم ووژل شو.

په دې ویډیو کې دوه هلکان او څلور جینکۍ ښودل شوې وې چې په خپل کور کې يې د واده خوشالۍ کولې.

په دغه اړه دا دعوا شوې وه چې په ویډیو کې ښودل شوي دوه هلکان او درې جینکۍ د غیرت په نوم وژل شوي دي، خو پولسو دغه ادعا ناسمه بللې وه.

اوس اووه کال وروستو د خیبر پښتونخوا پولیسو سپریم کورټ ته په یو راپور کې منلي چې په ویډیو کې ښودل شویو د دریو جینکو په ګډون د کورنۍ پینځه جینکۍ وژل شوي دي. په دغه معامله کې درې هلکانو هم ژوند بایللې وو.

د دغه وژنو په اړه پلټنو ولې دومره ډېر وخت واخست؟

په دغه اړه د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یو استازې او د قانوني چارو پوهـ شیرمحمد خان وویل چې داسې معاملې اکثر له عدالتونو بهر هواری کړل شي او که عدالت ته راوړل شي نو بیا ناقابل تردید ثبوتونه نه وي چې له کبله يې عدالت مروجه قوانین نه شي عملي کولی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پارلیمان په دوه زره شپاړسم کال کې د غیرت یا ناموس په نوم د وژنو د مخ نیوي او په زړو قوانینو کې د کمزورو لیرې کولو لپاره یوه قانوني مسوده منظوره کړه ، خو د قانوني چارو د پوهانو په وینا په داسې معاملو کې د ګواهانو د غلي پاتې کیدو او پولیسو له خوا د ناسمو پلټنو له کبله ذمه وار کسان اکثر د سزا نه بچ پاتې کیږي.