قبایلي ضلعو کې ټاکنو ته تیار یو: یوسفزي

تېر ځل په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې شوې وې

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي د روان کال د مې په میاشت کې يې په قبایلي ضلعو کې د انتخاباتو تیارۍ نیولي دي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د جنورۍ پر۱۱مه په شمالي وزیرستان کې د میرعلي او میرانشا د مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې وویل.

د روانې میاشتی تر پای به د سیمې د حلقه بندیو معاملې هوارې شي او تمه ده چې د روان کال د می په میاشت کې به په قبایلي ضلعو د صوبې د اسمبلۍ لپاره انتخابات تر سره شي.

نوموړي زیاته کړه حکومت پلان لري چې د قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره به په روانو ۱۰ کالونو کې رر اربه روپۍ خرڅ کولی شي.

دا هم وګورئ: قبایلو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو تیارۍ مکملې دي: الېکشن کمېشن

دا وروسته له هغو ده چې تېر کال د پاکستان پارلېمان د يو اييني ترميم له منظورۍ سره قبايلي سيمې د خېبر پښتونخوا برخه وګرځولې.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د حکومت ویاند اجمل وزیر وايي صوبایي حکومت ژمن دی چې په قبایلي ضلعو کې له تعلیم او روغتیا سره تړلې ستونزې هواری کړي.

د جنورۍ پر۱۱مه د پېښور په وزیر اعلا هاوس کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل وزیراعظم عمران خان او وزیراعلا محمود خان د صوبې ټولو وزیرانو ته هدایات ورکړي چې د قبایلي ضلعو د ولس د ستونزو هوارولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي.