مولانا فضل الرحمان : د مشرقي او مغربي پولو په اړه د پاکستان پالیسي د تضاد ښکار ده.

د جمعیت العلماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن مشال راډيو سره مرکه کوي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل رحمان ویلي د هیواد د مشرقي او مغربي پولو په اړه د حکومت پالیسي د تضاد ښکار ده.

د جنورۍ په دولسمه نیټه په پېښور کې دګوند د مجلس عاملې د غونډی وروستو خبري کانفرانس ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې یو خوا ته په مشرقی پوله د سیکانو د تګ راتګ لپاره د کرتار پوره لاره پرانستل کیږي نو بل خوا د افغانستان سره په پوله ازغن تار غځول کیږي.

په دغه اړه د مشال ریډیو سره په ځانګړیو خبرو کې مولانا فضل الرحمان وویل چې د د هیواد د دواړو پولو په اړه جلا جلا پالیسۍ د هغه په اند د اندیښنې وړ دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وار وار ویلي چې پاکستان د ټولو ګاونډي هیوادونو سره ښه اړیکې غواړي. د وزارت چارواکي او پوځي مشران وايي د افغانستان سره په پوله د ازغن تار غځول امنیت یقیني کول دي او د ځاي قبایلي اولس لپاره به د تګ راتګ لپاره د دواړو هیوادونو تر مینځ دروازې جوړوي.

مولانا فضل رحمان دا هم وویل چې په قبایلي سیمو کې د صوبې داسمبلۍ په انتخاباتو کې د ګډون کولو یا نه کولو پریکړه به د ګوند مقامي سیاسي مشران کوي.

د جمیعت علماء اسلام مشر اعلان وکړ چې د ګوند له خوا په ډیره اسماعیل خان کې د ملین مارچ لپاره تیارۍ نیسي او په دې لاریون کې به هیواد ته په ورپیښو چیلنجونو خبرې کوي.

مولانا فضل الرحمن مرکه دلته اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جمعیت العلماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن مرکه