پښتانه له بشري، سیاسي او اقتصادي حقونو بې برخې دي: منظور پښتین

منظور پښتین د ټانک جلسې ته وینا کوي

ټانک - د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي دي چې په پاکستان کې پښتانه له خپلو بنیادي بشري، سیاسي او اقتصادي حقونو بې برخې دي.

منظور پښتین د جنورۍ پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود لومړي تلين لمانځونډې ته په وینا کې وویل، غورځنګ یې د پښتنو د هغو ټولو حقونو د اخیستو او خوندیتوب لپاره مبارزې ته دوام ورکوي چې د پاکستان ایین یې وګړو ته د ورکولو ضمانت ورکوي.

منظور پښتن په وینا کې په لومړي ځل د پښتنو د سیمو د طبیعي زېرمو یادونه وکړه او ویې ویل چې قبایلي سیمې هم له معدنیاتو ډکې دي خو ګټه یې پښتنو ته نه رسي.

ده وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې د پښتنو خاوره او وسایل کارېږي خو زیاته ګټه یې پنجاب ته رسي.

د چین – پاکستان اقتصادي لار یا سيپېک پر پروژو تر دې مخکې هم پښتنو ملتپاله سیاستوالانو، په تېره، د پښتون ولسي تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود، نیوکې کړې دي او تور یې پورې کړی چې زیاتې ګټې یې پنجاب ته رسي خو د پاکستان حکومت دا تور په بیا بیا رد کړی او دریځ لري چې دا پروژې د پښتنو په ګډون د ټول هېواد او سیمې اقتصادي حالات بدلولای شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ټانک جلسې ته زرګونه خلک ورغلي ول

د نقیب الله مسود لومړي تلین غونډې ته زرګونه پښتانه ورغلي.

د پښتون تحفظ غورځنګ غړو د ټانک د ټاونشېپ په لوی میدان کې د خلکو د امنیت لپاره اقدامات کړي او د جلسې نظم یې ساتلی.

له دې میدانه بهر پولیس هم ځای پر ځای شوي دي چې د جلسې امنیت وساتي.

خو جلسې ته ورغلو خلکو تور پورې کړی چې انتظامیې ټولې موبایل ټېلېفوني شبکې بندې کړې دي چې د دوی په وینا، پر ټولنیزو رسنیو د جلسې د ژوندیو ویډیوګانو مخه ونیسي.

انتظامیې د خلکو د دې تور په غبرګون لا څه نه دي ویلي.

د ټانک جلسې ته هغه ماشومان او ښځې هم ورغلې دي چې د کورنیو غړي یې له کلونو راهیسې ورک دي او اکثر د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي غونډو ته ورځي چې د ورکو خپلوانو پوښتنه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مهمو غوښتنو څخه یوه دا هم ده چې حکومت دې ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي او شفافه مقدمې دې ورباندې وچلوي.

غورځنګ وايي چې د پاکستان حکومت دې په هېواد کې د پښتنو د ماورای عدالت وژنو پلټنې وکړي او ککړ کسان دې سزا کړي.

همدا غوښتنه د غورځنګ مشر منظور پښتین د ټانک په جلسه کې هم وکړه او و یې ویل چې د کراچۍ هغه پولیس افسر چې د نقیب مسود په ګډون د شاوخوا ۴۵۰ کسانو د وژنې په تور، تورن دی، په ضمانت ازاد ګرځي چې د خپګان خبره ده.

مسود د ۲۰۱۸ز په جنورۍ کې وژل شوی وو او هغه مهال راو انوار ویلي ول چې نوموړی د تحریک طالبان پاکستان غړی دی چې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي حکومت دې د ماورای عدالت وژنو پلټنې وکړي

د مسود وژنې په کراچۍ او د ټول پاکستان پر کچ غبرګونونه، احتجاجونه او ناستې وپارولې.

همدا لامل وو چې د پاکستان سپریم کورټ د مسود تر جنازې دوه ورځې وروسته د جنورۍ پر ۱۹مه، د پېښې نوټس واخیست او د پلټنو امر یې وکړ.

په عین وخت کې د سیند حکومت هم یوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړه چې په خپل رپورټ کې یې وویل چې پولیس مقابله جعلي وه او مسود له وسله والو سره هېڅ تعلق نه لاره.

هغه رپورټ پر پولیس افسر راو انوار په ۴۴۴ ماورای عدالت وژنو کې د ککړتیا تور پورې کړی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د نقیب الله مسود د وژنې په اړه مقدمه ورو روانه ده چې د اندېښنې وړ خبره ده.

خو سپریم کورټ د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې د مقدمې اورېدنه وکړه او د تورن پولیس افسر راو انوار هغه درخواست یې رد کړ چې پکې نوموړي د ممنوع الخروجۍ له لېسټه د وتلو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې اییني دي او د پوره کولو لپاره یې وار له مخه اقدامات کړي دي.