د قبایلو لسګونه ټولنې او مشران د مطالبو پوره کولو لپاره ګډې هلې ځلې پیلوي

په قبایلو کې د شاوخوا یوې نیمې لسیزې ناامنیو او پوځي عملیاتو لاکونه خلک کډوال کړل

پراګ - د قبایلي سیمو یو شمېر ملکانو او د شاوخوا ۲۶ سیاسي ګوندونو او ټولنو مشرانو د قبایلو ځوانانو جرګې د غوښتنو ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې د پوره کېدو لپاره به یې هلې ځلې پیلوي.

د قبایلو ځوانانو جرګې، مخکښانو او مشرانو د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د یو ځای کېدو پرېکړه یې د جنورۍ پر ۱۲مه د پېښور په حیات اباد کې په لومړۍ جرګه کې کړې.

دوی وايي، د غوښتنو لپاره ژر په اسلام اباد کې هم جرګه کوي، خو نېټه یې و نه ښوده.

دا هم وګورئ: حکومتي کاري ډله وايي د قبایلي اصلاحاتو ۸۰ فیصده کار بشپړ شوی

د قبایلي ځوانانو جرګې مشر ملک شاهجهان اپریدی وايي، په خیبر پښتونخوا د ورګډېدو باوجود یې په سیمو کې پرمختیايي چارې نه دي پیل شوې او د غوښتنو تر پوره کېدو به خپل تحریک ته دوام ورکوي:

"لومړۍ غوښتنه مو دا ده چې قبایلي ضلعو ته دې ژر تر ژره د [پاکستان مالیاتي کمېشن] اېن اېف سي [پیسې] ورکړل شي. دویم، [په قبایلو کې] دې د صوبايي اسمبلۍ او بلدیاتو انتخابات وشي. بله دا چې حکومت راسره [وعده کړې وه] چې قبایلي ضلعو ته به هر کال ۱۱۰ اربه روپۍ ورکوي. بل موږ ته د تعلیمي ادارو لکه پوهنتونونو او میډیکل کالجونو هم سخت ضرورت دی."

د دې نوي تحریک یو شمېر غړي هغه مشران او تنظیمونه هم دي چې په تېرو وختونو کې یې په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو مخالفت کاوه.

موږ په سیمه کې نور هدفي وژنې نه منو، امن غواړو، پرمختګ غواړو، تعلیمي ادارې غواړو او باید حکومت موږ مطمین کړي.
خان مرجان وزیر

د قبایلي زده کوونکو سازمان مشر او د پیپلز ګوند غړی اکبر علي وايي، په دې تحریک کې ورسره اکثر سیاسي ګوندونه ملګري دي:

"له موږ سره د پخوانیو [قبایلي سیمو]، او له خیبر پښتونخوا [سره] د انضمام خلاف د سیمې سیاسي او ځايي مشران هم ملګري دي. زموږ د ټولو اوس دا غوښتنه ده چې [حکومت دې] د هېواد ټولې ادارې تر قبایلو وغځوي. په دې لړ کې مو لومړۍ غوښتنه د اېن اېف سي [په پیسو] کې د قبایلي ضلعو د درې فیصده برخې هغه ده ځکه چې له دې بغیر پرمختیايي کارونه نشي کېدای."

د قبایلو یو ځايي مشر خان مرجان وزیر وايي، حکومت ته پیغام ورکوي چې نور یې په وعدو نشي غولولای بلکې عملي ګامونه غواړي:

"ډېر ژر یوه ګډه جرګه جووړو. زموږ غوښتنه ده چې قبایل پولیس نه غواړي، موږ د خاصه دارو او لېويز ګډ ځواک غواړو چې د سیمې امنیت سمبال کړي. د سیمې ځايي مشران به هم امنیت ساتي. موږ په سیمه کې نور هدفي وژنې نه منو، امن غواړو، پرمختګ غواړو، تعلیمي ادارې غواړو او باید حکومت موږ مطمین کړي."

دا هم وګورئ: قبایلي ضلعو کې ټاکنو ته تیار یو: یوسفزي

د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا حکومتونو په بیا بیا ویلي دي چې د قبایلو اصلاحاتي بهیر مکملولو ته ژمن دي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د جنورۍ پر ۱۲مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي ول چې حکومت د قامي مالیاتي کمېشن په پیسو کې قبایلو ته د هغوی پوره ونډه ورکوي. همداراز، حکومت دا هم ویلي چې په قبایلي سیمو کې د پولیسو نظام عملي کولو پر وخت به د هغې سیمو د خاصه دارو سرتېرو ته روزنه ورکوي او د پولیسو په ځواک به یې ورګډوي.

د پاکستان پارلېمان، پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا تېرې صوبايي اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګډې شوې.