د پښتو ليکوال او شاعر سليم راز د سياسي مبارزې او مقدمو کيسه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. ددې خپرونې ننۍ برخه د پښتو ژبې د شاعر او ليکوال سليم راز په اړه ده. نوموړي د خپلې سياسي مبارزې پر مهال زندان تېر کړی او ورباندې مقدمې جوړې شوي ددې پروګرام جوړونکی عبدالحی کاکړ دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.