د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو ویلي، سعودي واکدارانو بیا هوډ کړی دی چې د خبریال جمال خاشقجي د وژونکو محاسبه به کوي.
نوموړي د جنورۍ پر ۱۴مه له سعودي پاچا سلمان او شهزاده محمد بن سلمان سره تر لیدو وروسته وویل، دواړو مشرانو د احتساب پر اړتیا ټینګار کړی.
دی وویل، واشنګټن له ریاضه تمه لري چې په وژنه کې د ککړ هر کس احتساب وکړي.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې په خپله ارزونه کې پر شهزاده سلمان تور پورې کړی چې د خاشقجي د وژنې امر یې کړی وو.
سعودي چارواکي دا تور ردوي.
خاشقجي د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر دویمه په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې وژل شوی وو.
جمال خاشقجي د سعودي شاهي کورنۍ له سختو ناقدانو څخه وو.
ریاض وايي، د نوموړي د وژنې په تور پر ۱۱ کسانو مقدمه چلوي.
ترکیې په بیا بیا له ریاضه غوښتنه کړې چې تورن کسان دې وروسپاري.