وزیراعظم د پښتونخوا اسمبلۍ کې د قبایلو څوکیو په اړه کمېټي جوړه کړه

پارلېماني استازي وايي په صوبايي اسمبلۍ کې دې قبایلو ته ۲۴ څوکۍ ورکړل شي

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د قبایلو څوکیو زیاتولو او د هغو سیمو بیا سرشمېرنې په اړه یوه درې کسیزه کمېټي جوړه کړې.

دا خبره په پارلېمان کې د خیبر استازي او د واکمن تحریک انصاف غړي اقبال اپریدي د جنورۍ ۱۷مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وکړه.

دی وايي، په قامي اسمبلۍ کې د قبایلو استازو پرون ماښام له وزیراعظم سره د لیدو پر وخت غوښتنه وکړه چې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبایلو د څوکیو شمېر ۲۴ ته لوړ کړي.

اقبال اپریدی وايي، په کمېټۍ کې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان، د دفاع وزیر پروېز خټک او د مذهبي چارو وزیر پیر نور الحق قادري شامل دي.

دا هم وګورئ: د اورکزیو مشرانو غوښتنه کړې چې هلته دې سرشمېرنه له سره وشي

د نیمه قبایلي سیمو پارلېماني استازي او د جمیعت علمای اسلام (ف) سیاستوال مفتي عبدالشکور وايي، وزیراعظم ته یې وویل چې د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پر مهال زیاتره قبایلي خلک له خپلو سیمو بهر ول، نو ځکه بیا د مردم شمارۍ کولو غوښتنه کوي.

د ده په خبره، په غونډه کې یې له عمران خانه وغوښتل چې په قبایلو کې بیا مردم شماري نه وي شوې، تر هغو دې په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي استازو شمېر ۱۲ وساتي او بل دا چې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې دې هم هرې قبایلي ضلعې ته لږ تر لږه دوه څوکۍ ورکړي.

اقبال اپریدی وايي، عمران خان د غونډې پر مهال د قبایلو د پارلېماني استازو د غوښتنو ملاتړ وښود او ویې ویل چې د اپوزیشن نظر معلومول په کار دي.

دی زیاتوي چې وزیراعظم درې کسیزه کمېټۍ ته دنده وسپارله چې له اپوزیشن سره تر مشورو وروسته نوموړي ته د جنورۍ تر ۲۷مې خپلې سپارښتنې وړاندې وکړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جنورۍ پر دویمه وویل، د پښتونخوا په اسمبلۍ کې قبایلو ته ۱۶ څوکۍ ورکوي.

د ځېنو قبایلي سیمو مشرانو او سیاستوالانو د انتخاباتي کمېشن پر دې وېش انتقاد کړی او دریځ لري چې د ځېنو سیمو ابادي خورا زیاته ده او په صوبايي اسمبلۍ کې به یې یوه څوکۍ د ولس استازيتوب ونشي کړای.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن او حکومت وايي، د ۲۰۱۹ز کال تر جون مخکې په قبایلو کې د صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره ټاکنې کول غواړي.