یوه پارلېماني کمېټۍ دې د خیسور پېښه وپلټي: علي وزیر

پخوانی عکس

له قبایلي ضلعو ځینو پارلېماني غړیو په قامي اسمبلۍ کې د خپلو ویناګانو پرمهال غوښتنه وکړه چې د شمالي وزیرستان خیسور سیمې پېښې پلټلو لپاره دې یوه پارلېماني کمېټۍ جوړه کړل شي.

بل پلو د داخله چارو وزیر مملکت شهریار اپرېدي وینا وه چې دې د قبایلو پارلیماني غړیو غوښتنې منلو او هر ځای ته د تګ لپاره تیار دی خو دوی ورسره ملاتړ نه کوي.

په اسلام اباد کې د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه کې له قبایلي ضلعو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوي غړیو علي وزیر، محسن داوړ او د جمعیت علما اسلام ف ډلې مفتې عبدالشکور په خپلو ویناګانو کې د ساهیوال د پېښې د غندلو ترڅنګ د شمالي وزیرستان د خېسور سیمې د پېښې په اړه د یوې پارلېماني کمېټۍ جوړولو غوښتنه وکړه او ویل یې که چیرې د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو پرضد به يې احتجاج پیلوي:

د مفتي عبدالشکور وینا وه: ''په خېسور شریف کې زموږ پت تر پښو لاندې کړل شوی دی. په خیسور شریف کې د حیات په نامه یوه ماشوم چې کوم داستان اورلی دی، هغه دې هم لږ ایوان واوري دا د حکومت او ریاست لپاره ننګونه ده. وزیر دفاع صېب لږ د قبایلو فریاد هم واوره. زه ځکه ژاړم چې نن زما ټول قبایل د وینو په اوښکو ژاړي. په دې کې هېڅ شک نه شته چې زموږ له قبایلو سره ډېر ظلم شوی دی نو د دې لپاره دې دا ایوان ضرور یوه کمېټي جوړه کړي.''

دا هم وګورئ: پښتون ژغورنې غورځنګ د ماشوم د دعوو د پلټنو غوښتنه کړې

غونډې ته په خپله وینا کې د پي ټي اېم پلوي علي وزیر وینا وه چې ''د خیساره حیات ځکه رسنیو ته په ویلو اړ شو چې د هغه پلار او یو ورور پوځیانو له ځان سره وړي دي او وروسته د پوځ یو مېجر چې فرضي نوم یې دریا خان دی د حیات کور ته ورننوځي او هلته له ښځو سره داسې خبرې کوي چې دلته د ویلو نه دي.''

علي وزیر د دغه پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.

دا هم وګورئ: عالمزېب مسید دې پرېښودل شي: اېمنسټي انټرنیشنل

په دې موقه د کورنیو چارو وزیرمملکت شهریار اپرېدي د دې غړیو په ځواب کې وویل چې د داخله چارو د وزارت دروازې دوی ته خلاصې دي را دې شي دوی به يې مرسته کوي.

د نوموړي په خبره: ''نن علی وزیر د فاټا د هغه خلکو خبره وکړه چې تنګ شوي دي. له نننه یوه نیمه میاشت مخکې وزیراعظم عمران خان صېب د علي وزیر او محسن داوړ سره ملاقات وکړو زه او پرویزخټک او علي محمد خان صېب موږ دوی ته ورغلو نو نن د زه د ټول قام په وړاندې دوی ته وایم چې د داخله چارو وزارت دروازې خلاصې دي زه به تاسو سره شمالي ته هم ځم تاسو چې چیرته غواړئ زه به درسره ځم. څومره غټ افسر دې ولې نه وي چا چې زما د پښتنو او پاکستانیانو سپکاوی کړی وي هغه به موږ یو مثال جوړوو خو تاسو چې راځئ نه.''

په دې موقه د مفتي عبدالشکور وینا وه باید په قبایلو نور ظلمونه بند کړل شي او دې لړ کې د جمعیت علما اسلام ف نظر او پالیسي په ډاګه ده او که دا سلسله و نه درول شوه نو په اوویشتمه جنورۍ چې کوم میلین مارچ شورو کېږي هغه به د دې عمل پرضد په تحریک کې بدل کړي.