حکومت قبایلي ضلعو ته مالي پانګې ورکولو کې پاتې راغلی: داوړ

د پارلېمان غړی، محسن داوړ

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ویلي، وفاقي حکومت د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د اړینو مالي پانګو ورکولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت لا په دې نه دی توانېدلی چې په قامي مالیاتي کمیشن [اېن اېف سي] اېوارډ کې قبایلي ضلعو ته د مالي پانګو ورکولو پر معامله ټولې صوبې رضا کړي.

"د مرکزي حکومت دا دریځ دی چې د قبایلي ضلعو لپاره د مالي پانګو ورکولو معامله تر اېن اېف سي غونډې وروسته پرېکړه کوي خو تر اوسه هېڅ هم نه ده شوي."

دا هم وګورئ: د پاکستان حکومت د فاټا لپاره ځانګړې بوديجه اعلان کړه

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۲۳مه په پېښور کې د وزیر اعلا محمود خان په مشرۍ د اپیکس کمېټۍ په غونډه کې د ۳۰ زره خاصه دار او لیویز ځواکونه په پولیسو د ورګډولو او په قبایلي ضلعو کې د عدالتي نظام جوړولو پرېکړه وکړه.

د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د پرېکړو د عملي کولو لپاره به مالي پانګې له وفاقي حکومته غواړي.

د یادونې وړ ده چې سپریم کورټ صوبايي حکومت ته په شپږو میاشتو کې دننه د عدالتي اصلاحاتو عملي کولو امر ورکړی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

حکومت قبایلي سیمو لپاره د مالي پانګو ورکولو کې پاتی راغلی: داوړ