د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي، د ناټو او روسي استازو ترمنځ په اروپا کې د روسي کروز میزایل د لانجې هوارولو په اړه مذاکرات ناکامه شوي دي.
اروپا دا توغندي د خپل امنیت لپاره خطر ګڼي.
د جنورۍ پر ۲۴مه په برسلز کې تر مذاکراتو وروسته د ناټو ستر سکرتر وویل، د میزایلو یا توغندیو په اړه د ساړه جنګ د وختونو لوظنامه په خطر کې ده او له بده مرغه په خبرو کې څه ډول پرمختګ نه دی شوی.
په ۱۹۸۷م کال کې د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د لاسليک شوې لوظنامې تر مخه د هغه ځمکني او باليسټک میزایلو په جوړولو، ازموينې کولو او پر ځای کولو بندیز دی چې له ۵۰۰ تر ۵۵۰۰ کلومیټره مزل کولای شي.
ناټو او امریکا پر روسیه تور پوري کوي چې د یو ډول کروز میزایلو په جوړولو سره يې له لوظنامې سرغړونه کړې. روسیې دغه تورونه رد کړي دي.