د خبریالانو ژغورنې ادارې د ایراني خبریال سزا وغندله

خبریال یاشیر سلطاني

د خبریالانو د ژغورنې نړېوالې ادارې خبریال یاشیر سلطاني ته د پنځو کلونو د بند ورکولو سزا غندلې او پر ایراني حکومت یې غږ کړی، هغه خبریالان دې نه ځوروي چې د خپل مسلک له مخې کار کوي.

د جنورۍ پر ۲۵مه د خبریالانو د ژغورنې د ادارې ( سي. پي. جی.) د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره مسوول شریف منصور په یو بیان کې وویل، دا خبره د منلو وړ نه ده چې یو خبریال دې په خپل هیواد کې د اداري فساد خلاف راپورونه جوړوي او هغه دې زندان ته ولېږل شي. د نوموړي په وینا دا خو به په دې مانا وي چې په هیواد کې د اداري فساد خلاف دې غږ نه پورته کېږي.

د جنورۍ پر ۲۳مه یو ایراني عدالت خبریال یاشیر سلطاني په دې تور د پنځو کلونو لپاره زندان ته ولېږه چې درواغ یې خپاره کړي او د ملي امنیت د خرابولو په موخه یې محرم رازونه ټول.

دغه خبریال د تهران په ښاروالۍ کې د جایدادونو په خرڅلاو کې د اداري فساد خلاف څېړنیز راپورونه چمتو کړي وو.

ایرانۍ رسنۍ لیکي، پر دغه خبریال په سیاسي او مطبوعاتي فعالیت هم بندېز لګول شوی او ورته ویل شوي چې که ازاد هم شو نو تر دوو کلونو پورې به له هیواده بهر سفر نه کوي.

د دې سزا خلاف یاشیر سلطاني په شلو ورځو کې دننه اپیل کولی شي.