پېښور - د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر ویلي، د قبایلي سیمو د ستونزو هواري او د قبایلو د اندېښنو ځوابولو په موخه ځانګړې کمېټي جوړوي.
اسد قیصر د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور پوهنتون کې د تحریک انصاف ګوند د زده کوونکو فېډرېشن یا ټولنې غونډې ته په وینا کې وویل، وزیراعظم عمران خان په خیبر پښتونخوا د ورګډو شویو قبایلي سیمو اصلاحاتو ته لېواله دی.
نوموړي دا و نه ویل چې دا کمېټي به څنګه او کله جوړېږي او اصلي کار به یې څه وي ځکه چې د قبایلي اصلاحاتو عملي کولو په موخه وار له مخه دوه حکومتي کاري ډلې موجودې دي.
یوه یې وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۸ز په سېپټېمبر کې جوړه کړې وه او بله یې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت جوړه کړې ده.
دا هم وګورئ: وزیراعظم د پښتونخوا اسمبلۍ کې د قبایلو څوکیو په اړه کمېټي جوړه کړهپوښتنه دا ده چې ایا د بېلا بېلو کمېټیو جوړول به واقعي د قبایلي سیمو اصلاحاتي بهیر عملي او د قبایلو اندېښنې به ځواب کړای شي او که څنګه؟
خبریال او شنونکي محمود جان بابر د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د نویو کمېټیو جوړول د وخت تېرولو یوه لار ده:
"د کمېټیو [جوړولو پر ځای دې حکومت] په فوري طور [قبایلي سیمو] ته [پیسې] ورکړي، هلته دې ادارې جوړې کړي، له نورو خبرو اترو هېڅ نه جوړېږي."
د قبایلي چارو پوه اعجاز مومند هم ګڼي چې کمېټۍ به اصلاحاتي بهیر لا وځنډوي.
د پاکستان پارلېمان، د هېواد پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په پای کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره سم، قبایل په پښتونخوا ورګډ شول.
د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت په اګست کې له خپلې واکمنۍ راهیسې د قبایلي اصلاحاتو بهیر عملي کولو ته دوام ورکړی دی.