پوليسو د اسفنديار ولي خان نوکان او د بدن ټول ویښته ایستلي ول
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. د دې خپرونې دا برخه د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په اړه ده. نوموړي په ۱۹۷۰ز لسیزه کې شاوخوا درې کاله په زندان کې تېر کړي ول او د تشدد پر مهال پوليسو ورڅخه نوکان او د بدن ټول ویښته ایستي ول. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.