پښتون ژغورنی غورځنګ تور لګوي چې د کراچۍ پولیسو او رینجرز ځواکونو د جنورۍ په ۲۸ مه د بانګ یا سپېدو مهال په سهراب ګوټ کې د دوی د پرلت پر ځای چاپه وهلې ده.
د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین مشال ریډیو د اتوار پر ورځ یې د ګوند دوه مشران سايي انور شېراڼی او سردار شېراڼی امنیتي ځواکونو ونیول خو د دوی د سخت احتجاج پس یې د شپې خوشې کړل. هغه وویل امنیتي ځواکونه دوی غوسه کول غواړي خو دوی به پرامنه احتجاج ته دوام ورکوي.
"د پرلت په ځای کې هره شپه ۱۵ یا ۲۰ ملګري د سامانو د ساتنې لپاره شپه کوي. دوی پسې بیګا د پولیسو او رینجرز ۷۰ ګاډي ورغلي دي، ملګري یې وهلي دي، سترګې یې ورتړلي وې، لاوډسپیکرې، کناتونه او درۍ یې وړي دي، له ملګرو یې موبایلونه او پنځه موټرسایکلې هم وړې دي."
ترین وویل، له دوی اخیستل شوي سامانونه د سهراب ګوټ تاڼې ته وړل شوي دي خو پولیس یې نه ورکوي.
د کراچۍ د سهراب ګوټ تاڼې یو پولیس افسر د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل، پولیسو نه چاپه وهلی او نه یې له پرلتوالو سامانونه وړي دي.
رینجر ځواک په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا هم وګورئ: منظور پښتين: که پرلت نتيجه ورنکړه نو ښايي احتجاج پراخ کړو دا هم وګورئ: د پښتون ژغورنې غورځنګ اووه غړي جېل ته لېږدول شوي دا هم وګورئ: له عالمزېب مسود سره مو قانوني مرسته کړې ده: سيند حکومتپه سهراب ګوټ کې د پي ټي ایم پلویانو د جنورۍ له ۲۴ مې پرلت وهلی دی. دوی د خپل نیول شوي ملګري عالمزیب مسود په ګډون د خپلو درې نورو ملګرو د راخلاصیدو، په کراچۍ کې د دوی په ملګرو د مقدمو د ختمولو ترڅنګ ځینې نورې غوښتنې لري.
پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ په شلمه په کراچۍ کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود د لمړي تلین په مناسبت جلسه کړې وه. له جلسې وروسته د سهراب ګوټ پولیسو د غورځنګ په ۱۶ کسانو پرچه لیکلې وه چې پکې د ترهګرۍ، بلوې او د خلکو د راپارولو تورونه لګول شوي دي.له دې یوه ورځ وروسته پولیسو د کراچۍ له کلفټنه عالمزیب مسود ونیولو.
په سیند صوبه کې واکمن پیپلز ګوند وایي مسود پولیسو د صوبایي حکومت په امر نه دی نیولی.
د ګوند یوه مشر او پخواني سنیټر فرحت الله بابر د جنورۍ پر ۲۴ مه مشال ریډیو سره په خبرو کې د چا نوم وانه خیست ، خو ادعا یې وکړه چې ځینې قوتونه غواړي د غورځنګ د غړو په نیولو پیپلز پارټۍ بدنامه کړي. هغه وویل د هغو هڅو د ناکامولو په موخه د ګوند مشر بلاول بټو زرداري عالمزیب مسود ته وکیل وکړی دی.
عالمزیب مسود د جنورۍ په ۲۲ مه عدالت ته وړاندی شوی چې له هغې وروسته زندان ته استول شوی دی.