د مشال خان د وژنې قضیې بله اورېدنه د فبرورۍ پر دویمه کېږي

د هریپور د ترهګرۍ ضد عدالت ځېنو کسانو ته سزاګانې اورولې وې او ځېنې یې خوشې کړي ول

پراګ - ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر دویمه، د مردان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان د وژنې د قضیې اورېدنه وشي.

د نوموړي پلار او وکیل د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، په پېښور کې د ترهګرۍ ضد عدالت په څلورو کې د اخري ملزم بیان اخلي چې تر هغې وروسته به قضیه بشپړه شي.

د ۲۰۱۷ز د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو کسانو پر مشال خان د مذهب د سپکاوي تور پورې کړ او ویې واژه. تحقیقاتي ډلې او پولیسو وروسته وویل، پر نوموړي د مذهب د سپکاوي تور غلط وو.

اوس دې راروانه پېشۍ کې د ملزمانو بیانونه کېږي – د درو شوي دي. د یو ملزم بیان نه وو شوی، نو د هغه بیان به رېکارډېږي.
شهاب الدین خټک

تر دې وروسته له جولای څخه د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ تر پایه په هریپور کې عدالت هره اوونۍ د مشال خان د مقدمې دوه اورېدنې وکړې او بیا یې فیصله واوروله.

د نوموړي په وژنه پر ۶۱ کسانو مقدمه دایره شوې وه چې په لومړي سر کې ۵۷ نیول شوي ول.

د هریپور د ترهګرۍ ضد عدالت د ۵۷ کسانو فیصله واوروله چې پکې ځېنو ته د بند، ځېنې په عمر قید، یو ته د پانسۍ او د ځېنو د خوشې کولو امر شوی وو.

د مشال خان پلار محمد اقبال خان وايي، وروسته عدالت ځېنې بندیان په ضمانت خوشې کړل:

"[د هریپور عدالت قاضي] فضل سبحان صاحب فیصله کړې وه. [په] هغې کې یې ۲۵ کسانو ته د څلور، څلور کاله قید [سزا] اورلې وه، ۲۶ یې پرېښي ول. په هغو کې پېنځو ته عمر قید او یوه ته یې د مرګ سزا اورول شوې وه.وروسته په اېبټ اباد کې [د پېښور هایکورټ څانګې او جرګګۍ] هغه ۲۵ کسان په ضمانت خوشې کړل."

د مشال خان پلار محمد اقبال خان وايي که له عدالتي فیصلې مطمین نشو، لوړ عدالت ته ځي

د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې د هغې عدالتي فیصلې پر ضد د مشال خان کورنۍ او د خیبر پښتونخوا تېر حکومت های کورټ ته تللي ول.

د فیصلې ضد سزا شويو کسانو هم های کورټ ته درخواست وکړ.

د مشال خان په وژنه په پاتې څلورو تورنو کې درې کسان پولیسو ونیول او یوه یې په مارچ کې ځان خپله وروسپاره.

له هغه وخت راهیسې په های کورټ کې قضیه ځنډېدلې او د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت د څلورو کسانو مقدمې اورېدنې کوي.

د مشال خان د قضیې یو وکیل شهاب الدین خټک وايي، د فبرورۍ پر دویمه د څلورم کس بیان اخیستل کېږي، بیا به وکیلان پوښتنې کوي او تر بحث وروسته به عدالت فیصله تیاروي:

"د قانون مطابق چې ملزم وروسته ګرفتار شي، د هغه لپاره له نوي سره [مقدمه پیلېږي]، ګواهان [عدالت ته وړاندې کېږي] او ګواهۍ ورکوي. نو اوس دې راروانه پېشۍ کې د ملزمانو بیانونه کېږي – د درو شوي دي. د یو ملزم بیان نه وو شوی، نو د هغه بیان به رېکارډېږي. چې کله دا وشي نو تاسې داسې وګڼۍ چې [قضیه] به تکمیل ته ورسي، بحث به کېږي او بیا به فیصله کېږي."

شهاب الدین خټک زیاتوي، له قانوني بهیره مطمین دی.

د مشال خان د وژنې په قضیه کې پاتې کسانو هم پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او وکیلانو یې په تېرو وختونو کې هیله ښودلې چې ورباندې به تورونه ثابت نشي.

خو د مشال خان پلار وايي، که له عدالتي فیصلې مطمین نه شو نو د های کورټ تر کارروايۍ وروسته به د پاکستان سپریم کورټ ته هم ورځي.