پراګ - د قبایلو او خیبر پښتونخوا خبریالان وايي، نه یوازې په قبایلي سیمو کې یې پر ازادانه خبریالۍ محدودیتونه دي بلکې په ښاري سیمو کې هم له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.
دوی د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، قبایلو ته پر ورتګ هېڅ بندیز نشته خو د وسله والو خطر لا هم موجود دی او امنیتي سرتېري هم د امنیتي ستونزو په یادولو خبریالان په خپلواکه توګه کار ته نه پرېږدي.
د جنورۍ پر ۲۸مه، د پاکستان یو شمېر خبریالان شمالي او جنوبي وزیرستان ته ورغلل. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال اصف غفور هلته له خبریالانو سره په جلا، جلا مرکو کې ډاډ ورکړ چې هغو سیمو ته ازاد تګ راتګ کولای شي.
جنرال غفور وویل، د سیمو د امنیت وضع هم د پخوا پرتله ښه شوې او پر خبریالانو یې هېڅ محدودیت نه دی لګولی.
د بي بي سي خبریال دلاور خان وزیر وايي، دا سمه ده چې د خبریالانو په ګډون هر کس قبایلي سیمو ته ورتللای شي خو بې له محدودیتونو، په ازاد مټ خبریالي اوس هم نشي کولای:
"د [خبریالۍ] په سلسله کې که ولاړ شې، [امنیتي سرتېري به پر پوستو] درته څه و نه وايي، خو ازادانه رپورټېنګ ډېر ګران کار دی. که ته یو طرف ته وګورئ نو هلته [وسله وال] طالبان موجود دي [بلې خوا ته] امنیتي سرتېري دي، نو که ستا ډېر څه زړه غواړي، کولای یې نه شې."
په پېښور کې د خیبر یونین اف جرنلېسټس یا د خبریالانو ټولنې مشر سیف الاسلام سیفي له دلاور خان وزیر سره همنظره دی او وايي، په قبایلو کې څو کاله مخکې د ناامنیو له وجې معلوماتو ته لاسرسی ناممکن وو او اوس هم هلته د خبریالۍ لپاره حالات مناسب نه دي.
که بالکل پابندي نه وي نو بالکل ورته ازادي هم ځکه حاصله نه ده چې څه موده مخکې سېکرېټرېټ (د پښتونخوا حکومت اداري دفتر) ته د صحافیانو پر ننوتو بندیز ولګول شوسیف الاسلام سیفي
سیفي وايي، قبایلي سیمې خو لا څه کوې، د صوبې په نورو برخو او ان په پېښور ښار کې هم ځېنې داسې ځایونه دي چې هلته خبریالان په ازادانه توګه کار نشي کولای.
د ده په خبره، صوبايي حکومت معلوماتو ته د لاسرسي د حق قانون جوړ کړ او خبریالانو ته یې وویل چې له دې لارې دې معلومات ترلاسه کوي، خو دې قانون د خبریالانو کار لا محدوده کړی:
"که [پر خبریالانو] بالکل پابندي نه وي نو بالکل ورته ازادي هم ځکه حاصله نه ده چې څه موده مخکې سېکرېټرېټ (د پښتونخوا حکومت اداري دفتر) ته د صحافیانو پر ننوتو بندیز ولګول شو او [حکومتي فرمان هم خپور شو.] همداراز، نوي قوانین دي لکه [رایټ ټو انفرمېشن یا معلوماتو ته د لاسرسۍ حق]، نو بعضې خلک وايي چې د صحافیانو د محدودولو لپاره دا قانون [منظور] شوی ځکه چې مخکې به صحافیانو په هره سرکاري اداره کې [له خپلو سرچینو څخه] معلومات اخیستل، خو اوس یې صحافیانو ته ویلي چې د دې قانون په استعمالولو معلومات حاصلوئ."
خو د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ لري چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون ولس ته دا حق ورکوي چې د بېلا بېلو حکومتي چارو په اړه معلومات تر لاسه کړي او د حکومت محاسبه وکړي.
همداراز، صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا پر خبریالانو د محدودیتونو تورونه رد کړي.