د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې د خيبرپښتونخوا د نوښار نوميالی سندرغاړی فياض خان خېشکی راسره وو.
دی وايي، د پښتو د کلاسېک شاعرانو د کلامونه تر ويلو وروسته يې اوس د سيمې د ځوانو شاعرانو له شعرونو يو البم جوړ کړی دی.
خېشکی نويو سندرغاړو ته توصيه کوي چې د موسيقۍ د زده کړې او د خپلو سندرو لپاره د ښه شعر د انتخاب په برخو کې خواري وکړي.
د نوموړي دا خبرې او څو سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.