د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې امریکا په منځني ختیځ کې د جابرانو، وژونکو او سختدریځو ملاتړ کوي.
جواد ظریف د فبرورۍ پر شپږمه پر ټوېټر پاڼه لیکي چې امریکا د هغو خلکو ملاتړ کوي چې سیمې ته یې یوازې تباه راوړې ده.
دا د نوموړي له خوا د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو نیوکو ته ځواب دی چې هغه په خپله کلنۍ وینا کې پر ایران کړې وې.
ولسمشر ټرمپ ایران په نړۍ کې تر ټولو لوی د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی ریاست بللی وو.
د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی له هغه وروسته لا پسې زیات شوی دی چې د ۲۰۱۸ز کال په مې میاشت کې امریکا د ایران او نړیوالو ترمنځ له اټومي تړون څخه ووته او پر ایران یې بیرته بندیزونه ولګول.