پومپیو کانګرېس ته د خاشقجي د وژنې په اړه نوي معلومات ورکړي

د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پامپیو.

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خارجه وزیر مایک پومپیو په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه کانګریس ته نوي معلومات ورکړي دي.

د وزارت ویاند د فبرورۍ پر اتمه د پمپیو لخوا د معلوماتو تفصیل ور نه کړ.

​د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې تر دې مخکې داسې اشارې ورکړې وې چې ښايي د کانګریس لخوا ټاکل شوي ضرب الاجل پورې دوی د سعودي خبریال د وژنې په اړه تحقیقاتي رپورټ ور نه کړي.

دا هم وګورئ: سي آی اې وايي، د سعودي ولي عهد د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی وو

دغه رپورټ له دې سره اړه لري چې دا معلومه کړل شي چې د سعودي خبریال د وژنې امر چا کړې و.

امریکايي سېنټرانو ولسمشر ټرمپ ته د فبرورۍ تر اتمې مهلت ورکړی و چې د خبریال وژونکي معلوم کړي.

خاشقجي به په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د سعودي عرب پر مشرتابه تنقیدي لیکنې کولې.

هغه د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر دویمه په استنبول کې په سعودي قونصلګرۍ کې ووژل شو.