په شام کې د امریکا ملاتړ لرونکي ځواکونه د داعش له ولقې څخه د عراق پولې سره د نږدې پرتو وروستیو سیمو د خلاصولو لپاره په سخته جګړه بوخت دي.
د شام د انساني حقونو د څار برتانیا مېشتې ادارې ویلي، د فبرورۍ د لسمې نېټې په سهار هم د دواړو خواوو ترمنځ درنې نښتې رپورټ شوي چې پکې د امریکا په مشرۍ د اتحاد جنګي الوتکو او توپونو د وسله والو په سېمو بمباري کړې ده.
له دغو سېمو خوا او شا ۲۰۰۰۰ ولسي خلکو ته د وتلو لپاره، په جنګ کې د یوې هفتې وقفه ورکړل شوې وه. وروسته د کردانو په مشرۍ د شام جمهوري ځواکونو د داعش د ویستلو لپاره اخري جنګ شروع کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې وویل چې د داعش زیاتره وسله وال ختم شوي او له شام څخه یې د ۲۰۰۰ امریکايي ځواکونو د ویستلو اعلان وکړ.