سعودي ښايي په پاکستان او هند کې پانګونه اعلان کړي

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

تمه ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان او هند ته په خپل راتلونکې سفر کې په دې هېوادونو کې د توانايي او زیربناو په برخو کې د خپل هېواد پانګونه اعلان کړي.

د سعودي چارواکو په وینا محمد بن سلمان به په نېږدې ورځو کې د سوداګرو او پانګوالو له یوه پلاوي سره پاکستان او هند ته لاړ شي.

سعودي عربستان د پاکستان له خراب اقتصادی حالت سره د مرستې په خاطر له دې هیواد سره د تېر کال په اکتوبر مياشت کې د شپږ اربه ډالرو د پور ژمنه وکړه.

سعودي چارواکي وايي ولیعهد به په دې سفر کې چین او ملېشيا ته هم ځي.

په ترکیه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو تر پيښې وروسته چې محمد بن سلمان په کې په لاس لرلو تورن شو، سیمې ته د نوموړي لومړی سفر دی.