'په نړۍ کې د جګړو له امله هر کال یو لک ماشومان مري'

په پاکستان کې د ماشومانو حقونه خوندي نه دی

پراګ- د ماشومانو د خونديتوب نړيواله اداره سیو د چلډرن وايي د وسله والو شخړو او اغیز له امله یې هر کال په نړۍ کې یو لک ماشومان مري.

په امریکا کې مېشتې دې ادارې د فبرورۍ پر ۱۵مه خپل تازه رپوټ خپور کړی دي او سرلیک یې ورکړی دی چې د ماشومانو پرضد جنګ ودروئ.

دا هم وګورئ: پاکستان کې د ماشوم زېږولو پرمهال ډېرۍ مېرمنې مري

په دې رپوټ کې افغانستان یو له هغو لسو هیوادونو بللی شوی چې د ماشومانو لپاره پکې شرایط بد ترین دي.

په رپورټ کې ویل شوي چې د وسله وال تشدد او جګړو اغیزې په زیاتېدونکي ډول پر ماشومانو وي هغه ځکه چې ماشومان د لویانو پرتله په مختلف ډول کړېږي ځکه چې له جسماني پلوه کمزوري وي او جسماني او ذهني وده یې پر شاوخوا حالاتو تکیه کوي.

رپورټ وايي چې ډېرۍ ماشومان تر مرمیو او بارودو زیات د غذا د کمي، ناروغیو او د طبي سهولتونو د نشتوالي له امله مري.

د رپوټ په وینا ،له ٢٠١٣ م کاله تر ٢٠١٧م کاله په لسو هېوادونو کې شاوخوا پنځنیملکه ماشومان د جګړو او د شخړو د سختو اثراتو له کبله مړه شوي دي.