ایران وايي پاکستان دې پر سرتېرو بریدکوونکي معلوم او ګرفتار کړي

خلک د پاسداران انقلاب وژلو شویو سرتېرو تابونو ته ژاړي

پراګ ـ ايران د فبرورۍ پر ۱۷مه، د تهران لپاره د پاکستان سفيره وربللې او ورڅخه يې د دې هېواد په سېستان ـ بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو د بريد په اړه احتجاج کړی دی.

د فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه د ايران په سېستان ـ بلوچستان کې د پاسداران انقلاب پر بس په حمله کې ۲۷ سرتيرې وژل شوي وو.

د بريد ذمه واري وسله والې ډلې جیش العدل منلې وه.

ايران تور لګوي چې دا ډله له پولې سره نږدې د پاکستان په خاوره فعاله ده خو پاکستان دا تور ردوي.

د ايران خارجه وزارت د فبرورۍ پر ۱۷مه پر خپل ويبسايټ بيان خپور کړی چې پکې ويل شوي، د ايران لپاره د پاکستان استازې رفعت مسعود د ايران د مغربي ايشا څانګې مشر وربللې وه.

په بيان کې د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي له قوله ويل شوي چې په غونډه کې ايراني سفارتکار د سېستان حملې په ګډون د زياتېدونکو ترهګرو حملو په اړه احتجاج وکړ چې د تهران په خبره په پاکستان کې پلان شوې او له هم هغه ځای څخه رهبري شوي دي.

په اعلاميه کې د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ شوی چې د دواړو هېوادونو پر پولو د روانو دغو فعاليتونو د مخنيوي او د مشکوکو ترهګرو پټنځايونو د له منځه وړلو په لړ کې دې جدي او پاخه اقدامات وکړي.

په بيان کې دا غږ هم شوی چې پاکستان دې مشکوکو ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چې د ترهګرو فعاليتونو له لارې په سيمه کې نا امني او بې ثباتي رامنځ ته کړي او د دې ترڅنګ هغوی پرېنږدي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ بې باوري پېدا کړي.

په اعلاميه کې پر پاکستان دا غږ هم شوی چې داسې سمدستي او مناسب اقدامات دې وکړي چې له مخې يې هغه کسان مالوم او ګرفتار شي چې د سېستان په حمله کې لاس لري.

په غونډه کې د پاکستان استازې رفعت مسعود ايراني چارواکي ته ډاډ ورکړی چې د تهران احتجاج به تر خپل حکومت پورې ورسوي.

اسلام اباد پر بس بريد غندلی وو.

تر دې وړاندې هم د پاکستان له سرحد سره نږدې د ايران په سیستان سيمه کې بريدونه شوي چې له کبله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات کړکېچن شوي دي.

د پاکستان درې ګاونډي هېوادونه افغانستان، هند او ايران تل پر دې هېواد تور پورې کړی چې وسله والو ډلو ته يې پنا ځايونه ورکړي چې هغوي هلته بريدونه پلانوي او له هم هغه ځای يې رهبري کوي. خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.