د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد به یې د پاکستان او هند ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر چې د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره پاکستان ته په سفر کې ملګری دی، دغه څرګندونې په اسلاماباد کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.
الجبیر وویل:
"زموږ هدف دا دی چې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره هڅه وکړه او هم په سولهییز ډول د اختلافاتو د هواري لپاره لارې چارې ولټوو."
پاکستان ته د سعودي د ولیعهد سفر په ترڅ کې اسلاماباد له نوي ډیلي خپل کمېشنر د سلا او مشورو لپاره ور غوښتی دی.
پاکستان دغه اقدام تر هغه وروسته کوي چې تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې په وروستیو دوو جلا پېښو کې د هند د پوځ او د هندي ملېشو لسګونو سرتېري او پولیس وژل شوي دي.
د دغو حملو مسوولیت هند په پاکستان کې دېره پر جېش محمد سختدریځې ډلې اچولی دی.
په پام کې ده چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هند ته هم ولاړ شي.