پوځي چاوڼیو ته زه ورتلم، راشئ حال مې وګورئ: ترکستان بېټڼی

ترکستان پېټڼی

د فیبرورۍ په ۲۲مه، په ټانک جنډوله کې د بیټني عليخېل قبیلې مشرانو او ولسي وګړو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی غوښتنه کوله چې د امن کمیټۍ د مشر ترکستان بیټني د وراره ظهور بیټني په وژنه ککړ کسان دې ونیول شي.

د پاکستان او افغانستان پښتنو ته خواست کوم چې کینټونه(پوځي چاوڼۍ) پریږدئ. په پوځي کینټ کې زه کښېنستلی یم، راشئ حال مې وګورئ.
ترکستان بیټنی

د مظاهرې پر مهال د امن کمیټۍ مشر ترکستان بیټني وویل: ''د پاکستان د پوځ په سر او د خپلې خاورې او مذهب اسلام په سر زموږ ۱۳۶ کسان شهیدان شوي دي.د دې باجود یې زه شپږ کاله زنداني کړم. نن چې څوک وژلی دی دا هم زما وراره ظهور دی.ده هم د پاکستان د فوج سره مرسته کوله.د بریګیډئیر سره زما د قربانو(ډک) کتاب پروت دی.چې زه نه یم محفوظه نو نور به څوک محفوظه وي؟ زه د پاکستان حکومت ته وایم چې د ټانک ضلعه محفوظه کړه او دا څومره کسان مو چې وژل شوي دي دا بس دی. د پاکستان او افغانستان پښتنو ته خواست کوم چې کینټونه(فوځي چاوڼۍ) پریږدئ. په فوجۍ کینټ کې زه کیناستلې یم راشئ حال مې وګورئ.

ترکستان بېټنی په جنډوله کې مظاهره چیانو ته وینا کوي

د شهید مرید اکبر تاڼې محرر جاوېد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ظهور بېټڼۍ په ۱۶م فېبروۍ ناڅرګندو کسانو تښتولی وو. دی وايي چې د هغه مړی د فیبرورۍ پر ۲۱ له ټانک سره نزدې د جندر په سیمه کې موندل شوی دی. د ده په خبره د ظهور بېټڼي د خپلوانو په خواست یې د نامالومه قاتلانو خلاف د ۳۰۲ پرچۍ کاټ کړې ده. دی وايي پلټنې روانې دي خو هېڅوک یې لا نه دی نیولی.

احسان بېټڼی چې د ظهوربېټني د کلي دی مشال راډیو ته وویل، وژل شوی تن د ترکستان بېټڼي وراوره وو او له هغه سره د امن کمېټۍ غړی هم وو. دی وايي چې د ظهور بېټڼي یې غاړه ورپرې کړې وه او د وژلو پس یې د سوځولو لپاره پر بدن تېل هم پر پاشلي و. د ده په وینا بدن یې سوځول شوی هم وو. جاوېد بېټڼی وايي ښايي ظهور بېټڼی یې د امن کمېټۍ له وجې وژلی وي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پوځي چاوڼیو ته زه ورتلم، راشئ حال مې وګورئ. ترکستان بېټڼی

د د ظهور بېټڼي د وژنې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.