د فرانس پوځ وایي، هوایي ځواک يې د مالي په ټمبکټو کې په هوایې او ځمکنیو حملو کې د القاعده شبکې یو مشر قوماندان وژلی دی.
پوځي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل، پر دې وژل شوي کس د افریقا په ساحلي سیمه کې د غربي کسانو د تښتولو د پلان جوړولو تور وو او له تېر یو کاله راهیسې یې د هغه لټون کولو.
له القاعده سره د تړاو لرونکي دغه قوماندان نوم یامل اوکاچا وو.
دا هم وګورئ: د افغانستان و فرانسې تر منځ ستراتیژیک تړوند فرانس دفاع وزارت وایي، هغه د فبرورۍ پر۲۱مه هغه وخت ووژل شو چې کله فرانسوي عسکرو هیلېکاپټرو او ډرون د ټمپکټو په شمال کې پر هغو ګاډو بریدونه وکړ چې دی پکې وو.
د دوی په وینا، اوکاچا په یحیا ابو الحمام پېژندل کېدو او د یو شمېر حملو مرسته کوونکی او جوړونکی وو.
د فرانس دفاع وزیره فلورنس پارلي وایي، د هغه وژنه به په ساحلي سیمه کې ترهګرو ډلو ته سخت تاوان ورسوي.
امریکایي چارواکو هغه په غربي او شمالي افریقا کې د یو شمېر بهرنیانو په تښتولو تورن کړی وو.