دې ماشومانو د فرورۍ د ۲۲مه په شپه په کراچۍ کي له یو هوټل څخه بریاني یا وریژې خوړلې وې ، چې له امله يي بیهوشه شوي وو او ورسته يې په هسپتال کې ساه ورکړه.
دوي د خانوزۍ د فیصل زمان اخونزاده اولادونه وو. د دوي مړي نن د خانوزۍ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د بلوچستان د روغتیا وزیر نصیب الله مري او د زراعت وزیر زمرک اڅکزي د ماشومانو د مړو تر لاسه کولو وروسته د سیند له حکومته غوښتنه کړې چې د پیښې بشپړه پلټنې وکړي او ذمه وارو کسانو ته سزا ورکړي.
په پیښه کې د ماشومانو یوه اته ویشت کلنه ترور هم بیهوشه شوی وه او هغې هم د فرورۍ پر ۲۳مه د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه.
بل خوا د سیند حکومت د پیښې د پلټنو امر کړی او د ګلشن کراچۍ د پولیسو د مشر طاهر نوراني په مشرۍ يي یوه پلټنیزه ډله په کار ګمارلې ده.
د دې ماشومانو پلار فیصل زمان اخونزاده ومشال راډیو ته وویل چې د ماشومانو د علاج کولو او د مړو خانوزۍ ته په رسولو کې ډېره مرسته ورسره کړې ده.
فیصل زمان اخونزاده وویل دوي هیله لري چې د سیند حکومت به په دې پېښه کې د تورنو کسانو پرضد ګامونه پورته کړي.
فیصل زمان اخونزاده په خانوزۍ کې د تعلیم او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم لپاره په مبارزه د مشهور نامتو لیکوال او ادیب عبدالعلي اخونزاده لمسی دی.