په هند کې زهرجنو شرابو لږ تر لږه ۶۹ کسان وژلي

ځپل شوي کسان روغتون ته وړل کېږي. پخوانی عکس

د هند په اسام ریاست کې د زهرجنو شرابو څښلو په نتیجه کې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي دي.

د چارواکیو په وینا د فبرورۍ پر۲۳مه يې ۲۰۰ نور کسان چې زهرجنو شرابو ځپلي وو په روغتون کې داخل کړي دي.

دوه اونۍ وړاندې د هند په شمال کې د زهرجن شرابو څښلو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ژوند بایللي وو.

په ۲۰۱۱م کال کې د بنګال په لویدیځ کې په ورته پېښه کې ۱۷۲ کسان وژل شوي ول.