د نوازشریف په ضمانت پرېښودو غوښتنه رد شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان یوه عدالت له زندانه د دې هېواد د پخواني وزیر اعظم نوازشریف په ضمانت د خوشېکېدو غوښتنه رد کړه. دا خبره د هغه د مسلم لیګ نواز ګوند مشر خواجه اصف کړې او ویلي یې دي چې د عدالتي پرېکړې پروړاندې به بیا اپیل کوي. نوازشریف چې د مالي درغلیو په تور په اوه کلن بند تر سزا لاندې دی، ځکه یې په ضمانت د خوشېکېدو غوښتنه کړې وه چې روغتیا یې ښه نه ده. د مشال راډيو همکار عمران یونس ویډيو چې انیسه اجمل اډیټ کړې