د افغانستان د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکز په حمله کې ۲۳ عسکر وژل شوي او ۱۵ زخمیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک د مارچ پر لومړی نېټه مشال راډیو ته وویل چې حمله ۲۰ وسله والو کړې وه چې ټول وژل شوي دي.
په واشیر کې د پرونۍ حملې مسئولیت وسله والو طالبانو منلې وو.
د طالبانو یوه ویاند ادعا کړې چې په حمله کې امریکايي عسکر هم وژل شوي خو د هلمند د والي ویاند دا خبره رد کړه .
عمر ځواک وویل چې په هلمند کې د پخوا په پرتله د وسله والو طالبانو فعالیت ډېر کمزوری شوی دی.