د کواټ ضلعي انتظامې خپل هغه فرمان بیرته اخيستی چې د افغانستان پر کډوالو ښار ته پر ننوتو یې بنديز لګولی وو.
بېګا ناوخته د کواټ ډیپتي کمېشنر مطيع الله په خبل خپاره کړي نوي فرمان کې د افغانستان پر کډوالو د بندیز لیرېکولو غږ کړی دی.
په نوي فرمان کې راغلي چې اوس کډوال په کواټ کې په ازاده تګ راتګ کولی شي.
د فېبرورۍ مياشتې په ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمير په پلوامه سيمه کې د موټر بم ځانمرګي بريد پس د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی چې تر هغه وروسته د کواټ ضلعي انتظاميې ښار ته د افغانستان کډوالو پر ورننوتو تر ۱۰ م مارچ پورې بندیز ولګولو او تر ۸۰ و زیات کډوال یې ونیول.