بلاول بوټو: ناقانونه ډلې باید په قامي بهیر کې شاملې نه شي

بلاول بوټو زرداري

اسلام اباد - د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، ناقاقونه ګرځول شوې ډلې باید په قامي بهیر کې شاملې نه شي.

نوموړي دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ ناوخته په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال کړې دي.

بلاول بوټو د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پاکستان د نشنل ایکشن پلان په اړه وویل: "پر قامي اېکشن پلان څومره عملدرامد وشو، د ښه او بد طالبانو، د پنجابي طالبانو او د ناقانونه تنظيمونو ضد کارروايي څه شوه؟"

نوموړي زیاته کړه: "تر کومه به نړۍ ته د دې تنظيمونو پحقله عزر وړاندې کوو او کوم خودمختاره ملک داسې تنظيمونه برداشت کولای شي."

بلاول بوټو زرداري پارلېمان ته په ډاګه کړه چې د ناقانونه تنظيمونو په قامي بهير کې د شاملولو پاليسي ختمول پکار دي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د بلاول بوټو زرداري د خبرو په ځواب کې پوښتنه وکړه چې تېرو حکومتونو ولې ناقانونه ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه؟

ده وویل، د تحریک انصاف د حکومت یوازې شپږ میاشتې شوې دي او په ملک کې ناقانونه تنظیمونه له کلونو کلونو راهسې موجود دي نو پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) په خپلو حکومتونو کې د دې تنظيمونو پرضد څه ګامونه پورته کړي؟

شاه محمود قرېشي وايي، حکومت د ټولو ناقانونه تنظيمونو پرضد کارروايي پیل کړې خو تيرو حکومتونو له هم پکار وو چې د دې ډلو پرضد يې ګامونه پورته کړي وای.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير مملکت شهرېار اپريدي هم پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د قامي اېکشن پلان له مخې د ناقانونه ډلو پرضد عمليات چټک شوي دي او د ده په وینا، دا به د مقاصدو تر ترلاسه کېدو پورې روان وي.

شهریار اپرېدي تر دې وړاندې د مارچ پر پنځمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې د جيش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر ورور مفتي عبد الروف او زوي حماد اظهر په ګډون یې د نافانونه ګرځول شوو تنظيمونو ۴۴ کسان نيولي دي.

د روان ۲۰۱۹م کال د فېبرورۍ پر څوارلسمه (۱۴) د هند تر انتظام لاندې کشمير په پلوامه سيمه کې وسله والې ډلې جيش محمد په ځانمرګي بريد کې څلور څلويښت (۴۴) هندي سرتيري ووژل چې بېا وروسته د فېبرورۍ پر شپږويشتمه (۲۶) هند د پاکستان پر بالاکوټ بمباري وکړه.

له دې وروسته د امريکا په ګډون څينو نورو هيوادونو له پاکستان او هنده د کړکيچ کمولو او له اسلام اباده د وسله والو پرضد د ګامونو اخيستو غوښتنه کړې وه.

بلاول بوټو زرداري د خپلې وینا په ترڅ کې دا هم وويل چې ګوند يې د پاکستان او هند ترمينځ په تاوتريخوالي کې کمی غواړي خو د ده په خبره وزيراعظم عمران خان د هندي پیلوټ ابهنندن په خوشي کولو کې بېړه وکړه.