یوه جګپوړی امریکايي جنرال وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره له دې چې په ښکاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خبرو اندېښنه ښودلې، د هغو ملاتړ کوي.
د امریکا د عمومي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل پرون پنجشنبه د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، له زلمي خلیلزاد سره له خپلو خبرو ورته څرګنده شوې چې له ولسمشر غني سره په منظم ډول مشورې کوي، بشپړ معلومات ورکوي او په حقیقت کې دا خبرې د ولسمشر غني په ملاتړ پیل شوي او هغه ترې خبر دی.
ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه وویل چې په افغانستان کې سیاسي شرایط اوس داسې نهدي چې امریکايي پوځیان له دې هېواده ووځي.