ګلالۍ اسماعیل وايي عدالت یې نوم له اي سي اېله وایست
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اسلام اباد های کورټ د بشري حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړې ګلالۍ اسماعیل نوم له هېواده د ممنوع الخروج کسانو لېسټه (اېګزېټ کنټرول لېسټ) د ایستلو امر کړی دی. های کورټ دا فیصله د فبرورۍ پر ۱۹مه محفوظه کړې وه او د مارچ پر ۱۴مه یې واوروله چې پکې د کورنیو چارو وزارت ته ویل شوي چې ګلالۍ اسماعیل ته دې پاسپورټ ورکړي. د کورنیو چارو وزارت د عدالتي فیصلې په اړه لا څه نه دي ویلي. له ګلالۍ اسماعیل سره بشپړه مرکه واورئ.